د اسماعیل خان او ایران ترمنځ پټې اړیکې «د جهاد په جامه کې چور او چپاول»:

د افغانستان په معاصر تاریخ کې، د هېواد له ملي ګټو سره خیانت همېشه د هغو کسانو له لوري شوی چې د ولس د خواخوږو جامې یې په تن کړې وې، خو په عمل کې یې له چور، چپاول او لوټ څخه پرته بله کارنامه نه ده کړې.

د دې څهرو له ډلې یوه تر ټولو ښکاره بېلګه اسماعیل خان دی؛ هغه څوک چې کلونه کلونه یې د افغانستان په لویدیځ او په تېره هرات کې واک درلود، خو د ولس لپاره یې د خدمت پر ځای د ملي شتمنیو د چور او تالان یوه بې سارې او بې مخینې دوره راوستې وه.

هرات د سیمې په کچې د لوړ کیفیت لرونکي مرمرو کانونه لري، هرات کولای شول په مټ د افغانستان د صنعت او صادراتو یو قطب شي؛ ځکه چې د هرات مرمر د رنګ، کیفیت او کلکوالي له مخې په نړیواله کچه نوم لري.

دا ملي شتمني د دې پر ځای چې د افغانستان په نوم نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي، په هرات د اسماعیل خان د حاکمیت پر مهال له قاچاقي لارو ایران ته لېږدول کېده، هلته د نفوذي شبکو له لوري له لږ مصرف وروسته، د «ایراني مرمرو» په نوم اروپايي او آسیایي بازارونو ته صادرېدل.

دا لړۍ هغه وخت لا پسې تېزه شوه چې اسماعیل خان د اسلام‌ قلعه په شمول، د هرات د ټولو سرحدي لارو کنټرول په لاس کې واخیست. داسې راپورونه هم شته چې هغه مهال به د مرمر ډبرو لوی لوی کاروانونه له محصول او ګمرکي نظارت پرته، د شپې په پټه له پولې تېرېدل، دغه پټه سوداګري د اسماعیل خان اړوند کړیو او مزدوارنو لپاره یې یوه مهمه مالي سرچینه ګرځېدلې وه.

د طبیعي سرچینو په غلا سربېره، ایران ته د درنو او سپکو وسلو انتقال او خرڅلاو چې د شوروي ځواکونو له ماتې وروسته افغانانو ته ورپاتې وې، د اسماعیل خان یو بل خیانت او شرم ګڼل کېږي؛ ټانکونه، راکټونه، د مخابرې وسایل، زغروال موټرونه او حتی د «لونا» په څېر لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي، هغه وسلې او وسایل وو چې په هرات اسماعیل خان د واک پر مهال یا په ایران وپلورل شول او یا هم په ګودامونو کې پټ شول چې وروسته یې د همدې ګاونډي هېواد په خاوره کې څرک ولګېد.

دغه وسلې چې د زرګونو افغان ځوانانو د وینو په بیه د افغان مجاهد ملت په ځانګړي ډول د هرات مېړنیو خلکو غنیمت کړې وې او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او دفاع په برخه کې مهم رول ولوبوي، خو د اسماعیل خان د معاملو او مادي حرص د خړوبېدو په وسیله بدلې شوې.

د کورنیو جګړو پر مهال او له هغې وروسته، په ځانګړې توګه د لویدیځو ولایتونو ځان خوښو جهادي مشرانو له بې‌ ثباتۍ، د قانون له نه‌ شتوالي او د مرکزي نظارت له نه شتون څخه ناوړه ناوړه ګټه پورته او یوه پراخه مافیايي شبکه یې جوړه کړه چې قاچاقبران، دلالان، تجاران، او فاسد دولتي چارواکي پکې شامل وو؛ ددې بهیر په سر کې هم اسماعیل خان ولاړ و، د جهاد په نوم او جامو کې یې د ملي شتمنیو لوټ ته مشروعیت ورکړ.

اسماعیل خان نه یوازې د مرمرو کانونه، بلکې ګمرکونه، بهرنۍ مرستې، او حتی د نظامي توکو ذخیرې د شخصي او فامیلي شتمنۍ وګرزولې او د همدې عوایدو په مټ د مرمرینو ماڼیو څښتن شو، په هغو پیسو چې هېڅ حق یې نه و، ځان، اولادونو او خپلوانو ته یې مجلل او مفشن ژوند برابر کړ. له شک پرته ایران چې د دې بدنامې څهرې نږدې ګاونډی او ستراتیژیک شریک و، د ده له خیانت څخه یې د خپل هېواد لپاره تر ټولو ډیره ګټه پورته کړه.

دوام لري…

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version