شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp بهرنيو چارو وزارت وايي، افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژيرنوف د هېواد د بهرنيو چارو له وزير مولوي اميرخان متقي سره په کتنه کې هغه پرېکړه رسماً اعلان کړه، چې له مخې یې روسیه د افغانستان اسلامي امارت په رسميت پېژني.د سرچينې په خبره ژيرنوف دغه پرېکړه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم او تاریخي ګام وباله.له بل لوري ښاغلي متقي د روسیې د يادې پرېکړې هرکلی کړی او په وينا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د مثبتو اړيکو، متقابل درناوي او رغېدونکي تعامل نوی پړاو پيل شي.ياده دې وي، چې روسيه لومړنی هېواد شو چې اسلامي امارت په رسميت پېژني.
نورستان کې له ډيورنډ فرضي کرښې څخه د را اوښتلو پرمهال د شر او فساد یوه مشترکه ډله له منځه یووړل شوه26 سپتمبر 2026