اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس خبر ورکړی،چې اوکراین او روسیې ۲۷۰ نظامي او ۱۲۰ غیرې نظامي بندیان تبادله کړي دي.

ویل شوي چې د دواړو لوریو ترمنځ تبادله تېره ورځ جمعه ترسره شوې او ټاکل شوې نن شنبه او سبا یکشنبې به هم د زندانیانو تبادله دوام وکړي.

سرچینې زیاته کړې، چې د یادو زندانیانو د تبادلې هوکړه د ترکیې په استانبول کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په مذاکراتو کې شوې وه.

د یادونې ده، چې روسي او اوکرایني استازو تېره اوونۍ د ترکیې په استانبول ښار کې د ۲۰۰۰ بندیانو د تبادلې هوکړه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version