د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري پنجشېر ولایت کې د ۱۰۰ بستریز ولایتي روغتون د جوړولو لپاره ۱۴۸ میلیونه افغانۍ بودجه منظور شوه.
د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد روغتون د دې ولایت د مرکز اړوند په بهارک سیمه کې جوړیږي.
د مسؤولینو په وینا یاد روغتون به په دوه، درې پوړيزو بلاکونو کې د جراحي، داخلې، ماشومانو، نسایي ـ ولادي، ارتوپیدي، سترګو، غوږ، مجهز عملیات خونې، درملتون، اکسرې او د ناروغانو لپاره به د انتظار خونه ولري.