د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد تکل وايي چې په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي.

ښاغلی تکل زياتوي چې د روسیې سفیر د بهرنیو چارو وزیر ته د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ راتلونکې ناسته کې د گډون بلنه ورکړې.

د ښاغلي تکل په خبره دیمیتري وویل، د اسلامي امارت سره اړیکې يې هېواد ته ارزښت لري او د هغه هېواد په کوربه‌ توب په ټولو سیمه‌ییزو او نړیوالو ناستو کې د افغانستان پلاوي ته د گډون بلنه ورکول کېږي.

همدارنګه ښاغلی تکل زياتوي چې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته کې د گډون له بلنې مننه کړې، او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت له پیله د روسیې په نوښت د مسکو فارمټ ناستو کې گډون کړی او په مثبت نظر ورته گوري.

د ښاغلي تکل په خبره مولوي امیر خان متقي د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته بل فرصت بللی چې په ترڅ کې به يې د روسیې له لوړپوړو چارواکو او د سیمې هېوادونو استازو سره پر دوو اړخیزو مسایلو خبرې اترې وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version