رويټرز خبري اژانس خبر ورکوي چې بېګا شپه ناوخته په لبنان کې د ارتباطي وسیلو د چاودنو په دوهمه څپه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او په سلګونو نور بيا ټپيان دي.
رويټرز د لبنان د روغتیا وزارت د چارواکو له قوله ليکلي چې تېر ماښام ناوخته د ارتباطي او برښنايي وسايلو د چاودنو په دوهمه څپه کې د وژل شويو سربېره شاوخوا ۴۵۰ کسان ټپيان شوي هم دي.
ياده دې وي چې تر پرونیو چاودنو ۲۴ ساعته مخکې، د سه شنبې په ورځ د پیجرونو یا پیغام لېږدونکو درې زره وسیلو د چاودنو له کبله ۱۲ تنه ووژل شول او ۲۸۰۰ نور ټپيان شول.
رویټرز خبري اژانس په خپل راپور کې د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی یاد کړی لیکلي، دا ځل پیجر نه، بلکې یو ډول (لاسي، بې سیمه وسیلې) چاودلي چې له پیجرونو سره یې توپیر درلود.
د لبنان د يادو چاودنو پړه د لبنان او ايران په شمول ګڼو نورو خواوو په اسرائیلو اچولې خو اسرائيلو بيا د يادې پېښې په تړاو تر اوسه څه نه دي وېلي.