خبر:
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له خوا ګومارل شوي ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په تازه اعلان کړي راپور کې د افغانستان په زندانونو کې له زندانیانو سره د ناوړه چلن په اړه تورونه پورې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په زندانونو کې له زندانیانو په ځانګړې توګه له ښځینه زندانیانو سره ناوړه چلن کېږي او نوموړي ان تور پورې کړی چې په ځینو مواردو کې د جنسي ځورونې راپورونه هم ورکړل شوي دي.
بېنېټ چې د ناکره او غیر مسوولانه راپورونو د خپرولو له کبله افغانستان ته د تګ اجازه نه لري، د خپلو دغو تورونو په اړه هېڅ شواهد نه دي وړاندې کړي.
تبصره:
ریچارډ بېنېټ چې نږدې دوه کاله وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وګومارل شو، له هماغې ورځې یې په افغانستان کې د اوسني نظام پر ضد پراخ کمپاین پیل کړ او تر ډېره یې له افغان ضد کړیو او عناصرو سره اړیکې درلودې.
نوموړي په ځلونو د افغانستان د وضعیت او نظام په اړه ناکره، ناسم او له حقیقته لېرې راپورونه خپرول، چې د ثبوت لپاره یې هېڅ ډول شواهد نه درلودل، له همدې کبله یې افغانستان ته پر سفر بندیز ولګول شو.
نوموړي له هماغو لومړیو ورځو تر ډېره له هغو کسانو سره اړیکې پالي او د هغو د معلوماتو پر اساس راپورونه جوړوي، چې تېر شل کاله د اشغال تر یوغ لاندې یې د غربي ارزښتونو د ترویج لپاره شپه او ورځ هڅې کولې او عملاً یې د افغانستان د خلکو د ارزښتونو پر خلاف مبارزه کوله.
د نوموړي تېر او اوسني راپورونه هېڅ ډول کره د باور وړ سرچینې نه لري، نو ځکه یې هر ځل راپورونه د افغانستان د خلکو له توند غبرګون سره مخ کېږي.
نوموړی چې اوس افغانستان ته سفر نه شي کولی، په غرب او نورو هېوادونو کې له مېشتو افغان ضد کړیو، عناصرو او جرمي شبکو سره سیستماتیک کار کوي او ټوله هڅه یې دا وي چې په افغانستان کې د ناسمو او پاروونکو راپورونو له لارې د خلکو ترمنځ کرکې، کینې او تفرقې ته لمن ووهي، نظام بدنام کړي، د افغانستان د خلکو دیني، فرهنګي او دودیز ارزښتونه وننګوي او نړۍ ته د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کړي.
د نوموړي تازه راپور هم پر همداسې خیالي، ناسمو او له حقیقت څخه لېرې ادعاوو ولاړ دی، چې د ثبوت لپاره یې هېڅ ډول شواهد نه لري.
په افغانستان کې د اوسني نظام له راتګ وروسته، د نورو برخو ترڅنګ د زندانونو برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وشوه، د زندانیانو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شو، زندانونه د پخوا خلاف؛ پر ښوونځیو، مدرسو او د شخصیت جوړونې پر مرکزونه بدل شول، د زندانیانو خوړو، لباس، د کورنیو له غړو سره یې د ملاقاتونو، دغه راز د دوی دوسیو ته د رسېدنې په برخه کې ځانګړې پاملرنه وشوه؛ د دې ترڅنګ زندانیان د اخترونو په څېر په نورو ځانګړو ورځو کې د اوسني نظام د مشرتابه له خوا د عمومي بښنې له امتیاز هم برخمن دي.
اوسني زندانونه نه د جمهوریت د دورې په څېر دي، چې له زندانیانو به د لاسونو او پښو نوکان ایستل کېدل او لسګونه کاله به بې برخلیکه، بې پوښتنې او په نهاره په زندانونو کې پراته وو او نه د خلقیانو د پولیګونونو په څېر دي، چې له خلکو به په ژوندوني د بدن غوښې پرې کېدلې، د زندانونو دېوالونه به د بې ګناه انسانانو پر وینو لړلي وو، زندانیان به پکې شکنجه کېدل او په ډله ییزه توګه به وژل کېدل.
اوسني زندانونه، زندانونه نه؛ بلکې د شخصیت جوړونې مرکزونه دي، ښوونځي دي، مدرسې دي او کورسونه دي؛ اوسمهال چې مجرم له زندانه راوځي، سالم انسان ترې جوړ شوی وي، زده کړې یې کړې وي او په ټولنه کې د یوه ګټور انسان په توګه ژوند پر مخ بیايي.
پر اوسنیو زندانونو منظم نظارتونه کېږي او له هر ډول حقونو یې ان مشرتابه ځان خبروي او رسېدنه ورته کوي. نو ځکه د بېنېټ په څېر منفورې او سرګردانه څېرې په دې ډول درواغجنو او زهرجنو تبلیغاتو شته واقعیتونه نه شي بدلولی او نه هم په دې اړوند افغانانو ته اندېښنې پیدا کولی شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.