د سرحدي پولیسو د لوی رياست وياند عابدالله فاروقي وايي، سرحدي پوليسو تېره اوونۍ د هېواد په بېلابېلو هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو کې ۲۷ تنه د جعلکارۍ، قاچاق او نورو ناقانونه کړنو ترسره کولو په تور نیولي دي.
د نوموړي په وينا، ياد کسان له لومړنیو څېړنو وروسته اړونده عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
فاروقي همدا راز د سرحدي پولیسو له لوري د هېواد د هوایي ډګرونو او بندرونو د خوندیتوب په موخه د فعاليتونو په لا پراخېدو ټينګار کړی دی.