د بلوڅو بېلتونپالې ډلې (بياېلاې) د بلوچستان ایالت تربت ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان د تېرې ورځې بمي برید مسئولیت منلی.
دې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې برید کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
له بل لوري د پاکستان حکومت تر دې مهاله د بلوڅ بېلتون پالو دې ادعا ته غبرګون نهدی ښودلی.
بلوڅ بېلتونپال بلوچستان او د پاکستان په لویو ښارونو کې خپل عملیات د خپلې خاورې د ازادۍ په پار بولي او ټینګار کوي، چې روانه مبارزه به یې د بلوچستان تر بشپړې ازادۍ دوام ولري.