د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د سوریې د ولسمشر احمد الشرع په شتون کې، دغه هېواد د ۱۴ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت د پانګونې ۱۲ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
سرچينه وايي، په دغو تړونونو کې د قطر له یوې کمپنۍ سره په پلازمېنه دمشق کې د یو نوي هوایي ډګر د جوړولو لپاره ۴ میلیارده ډالره تړون او همدا راز د متحده عربي اماراتو له یوې کمپنۍ سره د دمشق لپاره د مترو جوړولو دوه میلیارده ډالري هوکړه هم شوې ده.
د معلوماتو له مخې په يو شمېر نورو مهمو پروژو کې هم د پانګونې هوکړه ليکونه لاسليک شوي دي.
سوریه، چې له ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې وروسته د بیا رغونې په هڅه کې ده، تېره جولای میاشت یې هم له سعودي عربستان سره د ۶.۴ میلیارده ډالرو پانګونې تړون لاسلیک کړی و.