د صهیونیستي رژیم د بیمې انسټیټیوټ راپور ورکړی، چې په اشغال شوي فلسطین کې ۲.۸ میلیونه صهیونیستان، چې تر یو میلیون ډیر یې ماشومان دي، په کافي اندازه خوړو ته لاسرسی نهلري.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د حماس او صهیونیستي رژیم ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په اشغال شوي فلسطین کې د خوړو د نهخوندیتوب کچه درې برابره زیاته شوې ده.
ویل شوي، تېره میاشت د بیو له لوړېدو سره د کورونو، خوړو او خدماتو لګښتونه لوړ شوي چې دې چارې پر بېوزله صهیونیستانو فشار لا زیات کړی دی.
د دې رژیم هاآرتص ورځپاڼې هم په دې اړه لیکلي، چې په هوټلونو کې د سلګونه زره صهیونیستانو ځای پرځای کېدو هم د دې بحران د زیاتوالي مخه نه ده نیولې.
