د هنګري لومړی وزیر وېکتور اوربان چې دا مهال د اروپایي ټولنې دورهیي مشري کوي، د اروپایي ټولنې په سرمشریزه کې د خپلې وینا پرمهال ویلي چې اروپا په یواځې ځان د اوکراین د جګړې پوځي او مالي ملاتړ نهشي کولی.
همدا راز نوموړي اوکراین کې روان حالت “بایللې جګړه” بللې او ویلي یې دې چې اروپایي ټولنه باید د اوکراین د جګړې په اړه په خپل دریځ له سره غور وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا کې د ټاکنو په ترڅ کې د ټرمپ بري د اوکراين لپاره د واشنګټن پر دوامداره ملاتړ او د ناټو ایتلاف د ګډې دفاع لپاره د امریکا پر ژمنتیا شکونه رامنځته کړي.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال کې پر اوکراین برید کړی دی چې دا مهال یې هم پر اوکراین پراخ هوایي ځمکني بریدونه دوام لري.