د «سولې لپاره د یهودانو غږ» په نوم یو امریکایي یهودي سازمان د خان یونس په الموصي سیمه کې د کډوالو پر خیمو د غاصب صهیونیست رژیم د تېرې ورځې بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي، چې د امریکا حکومت غزه کې د فلسطیني وګړو نسل وژنې ته اسانتیاوې برابروي.
یاد سازمان په غزې تړانګه کې د ۶۰ زره کسانو د شهادت او د غزې د اوسیدونکو د محاصرې او لوږې اصلي لامل امریکا او صهیونیستي رژیم بللی.
د سولې لپاره د یهودانو غږ په نوم یاد سازمان له دې وړاندې د غزې خلکو د نسل وژنې په غبرګون کې په لسګونو لاریونونو کې د امریکا او صهیونیستي اسرائیلو پر حکومتو نیوکې کړې دي.
یاده دې وي چې تېره ورځ سهار مهال د غزې په جنوب د خان یونس په المواصي سیمه کې د صهیونیستي رژیم پوځ د کډوالو پر خیمو هوایي بریدونه وکړل چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه فلسطینیان شهیدان او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.