ځايي سرچينې وايي، پاکستاني طالبانو د ډېره اسماعیل خان په درابن ولسوالۍ کې د خپلې استخباراتي ادارې (TIA) په لارښوونه د پاکستاني پولیسو پر موټر برید کړی چې په ترڅ کې یې یو پولیس مرګونی ټپي او درې نور هلاک شوي دي.
د سرچینې په خبره، پاکستاني طالبانو د برید له ځایه یو میل کلاشینکوف او یوه اندازه نور نظامي تجهیزات هم ترلاسه کړي دي.
پاکستاني چارواکو تر دې مهاله د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
یاده دې وي چې، پاکستاني طالبانو په دې وروستیو کې له خیبر پښتونخوا ورهاخوا د پاکستان په نورو برخو کې هم خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی او نږدې هره ورځ پر پاکستاني امنیتي ادارو مرګوني بریدونه ترسره کوي.