رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سویس کران-مونټانا ښار کې د چاودنې او اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي، چې پېښه د نوي میلادي کال د لمانځنې پر مهال په یوه شرابخانه کې رامنځته شوې.
پولیسو ویلي، پېښه د تخنیکي ستونزو او اطفائیې د قوانینو د نه مراعتولو له امله رامنځته شوې.
ورته مهال د ایټالیا حکومت ویلي، چې د دوی یو شمېر اتباع هم د قربانیانو په ډله کې شامل دي.
