د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې ختيځ کې د دغه دفتر بنسټ له خپل اوسني ځای څخه نوي ځای ته د انتقال په موخه د موقت وخت لپاره تړل شوی.
يوناما ليکلي:«په ختیځ کې زموږ د دفتر د اوسنۍ کرايې د قرارداد موده پای ته رسېدلې او زموږ دفتر د جلال آباد ښار یوې نوې سیمې ته انتقالیږي.»
ياده دې وي، چې هندوکش غږ څو ورځې وړاندې د ځينو مغرضو رسنيو د هغو راپورونو چې ګواکې ختيځ کې د يوناما دفتر د سرپرست حکومت له لوري تړل شوی، تر خپرېدو وروسته په خپلو څېړنو کې موندلې وه، چې ياد دفتر د ځای د انتقال په موخه تړل شوی نه د کوم فشار په اساس.