د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤولین وايي، چې د روان کال په ترڅ کې له دغه ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته ۶۲ زره ۳۱۰ ټنه وچه مېوه صادره شوې ده.

د یادې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا ویلي، چې د دغو صادراتو ټول ارزښت ۲۴۴ میلیونه، ۶۱۱ زره او ۴۰۶ امریکايي ډالرو ته رسېږي، چې هند، پاکستان، عربي متحده اماراتو او امریکا ته استول شوې چې د صادراتو ډېره برخه انځر، شکرپاره او مميز جوړوي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤولینو ویلي، چې هند ته د افغانستان د وچو مېوو پر صادراتو هېڅ ډول مالیه نه اخیستل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version