د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ملي ټولنو نړیوال غورځنگ په مناسبت د (بشریت ژوندي ساتل) تر سرلیک لاندې غونډه کې د سرې میاشتې او او سره صلیب له مرستو مننه کړې ده.

نوموړي ویلي، د افغانستان او فلسطین په گډون په گڼو اسلامي هېوادونو کې د سرې میاشتې او سره صلیب فعالیتونو ته په مېليونونو خلک اړتیاوې لري، د دوی د فعالیتونو له امله د مېلیونونو خلکو ژوند ژغورل شوی او دا بهیر لا روان دی.: «سره‌صلیب او سرې میاشتې په سختو حالاتو کې د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره کار کړی. اسلامي امارت په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې هڅو ته د قدر په سترگه گوري او په افغانستان کې یې د رضاکارانه فعالیتونو او خدمت مننه کوي.»

د سیاسي مرستیال په خبره، که څه هم د اسلامي امارت په راتگ سره د جگړې ټغر ټول شوی او سراسري امنیت تامین دي؛ خو لا هم مېلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.: «په تېرو څه کم درې کالو کې د اقتصادي ثبات په موخه، د افغانستان په مختلفو برخو کې اساسي پروژې عملي شوي او یا د عملي کېدو په حال کې دي. اسلامي امارت په سیمه کې له اقتصادي فرصتونو څخه د استفادې سیاست غوره کړی او دا مهال د سیمې له هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لري.»

نوموړي وویل، اسلامي امارت د متقابل احترام په رعایتولو سره له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او بهرنی سیاست یې له نړیوالو سره پر ښو اړیکو او همکاریو ولاړ دی.: «زموږ پر بانکي سیستم د محدودیتونو وضع کېدل، د بهرنیو مرستو کمښت او اقتصادي ننگونې وضعیت پېچلی کوي او د اسلامي امارت فعالیتونه محدودوي، اړتیا ده چې پر بانکي سیستم محدودیت پای ته ورسېږي.»

نوموړي، په لرو پرتو سیمو کې د مرستو رسولو او نورو خیریه او بنسټیزو چارو تر سره کول مهم وبلل او هیله یې وښوده، چې نړیوالې ادارې په دې برخه کې کار وکړي.

اوسمهال په افغانستان کې گڼې خیریه نړیوالې او کورنۍ موسسې فعاله دي، چې اړمنو خلکو سره بېلابېلې مرستې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version