په پاکستان کې د افغانستان سرپرست حکومت سفیر سردار احمد شکېب د دغه هېواد د پولیسو له لوري اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په غبرګون کې ویلي، چې دغه راز هڅې د پاکستان کورنۍ ستونزې نشي حل کولی او په خبره یې، دا چاره “نفرت” خپروي.
سردار احمد شکېب وایي، هڅه کوي چې په دې اړه د پاکستان له حکومت سره له نږدې کار وکړي او په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
ياده دې وي چې په دې وروستيو کې پاکستان حکومت د ټولو انساني حقوقو په خلاف افغان کډوال نيسي او ځوروي یې.