جنرال عبدالرشید دوستم، چې د جنبش په نوم ګوند مشري کوي، دا مهال له هېواد څخه د خپلو کړیو مظالمو له ویرې تښتېدلی او په بهر کې ژوند کوي، سیاسي ناستې او غونډې یې ډیری وخت پر تبلیغاتي شعارونو او اخطاریو ور ټولې وي. دوستم هغه جنرال دی، چې لوړې نظامي رتبې او شتمني یې په تاریخي ظلمونو، ځان پلورنې او ولس قتلولو ترلاسه کړې ده.

د اختر پر مهال یې په خپله وینا کې د سرپرست حکومت مشرانو ته اخطار ورکړی، چې د لیلي دښت ستر جنایت به بیا تکرار کړي، د هغه په وینا چې له شماله وتونکې ټولې لارې د سرپرست حکومت د مخالفینو تر کنټرول لاندې دي. دا وینا یې پر داسې مهال کړې، چې په ټول هېواد کې د مخالفو وسلوالو او سیاسي ډلو هیڅ راز فعالیتونه نشته، نه پر یوه لوېشت ځمکه واکمني لري او نه هم اوس په خلکو کې دومره نفوذ لري چې مزاحمت دې ایجاد کړي.

د لیلي دښتې د ستر او نه بښونکي جنایت د اخطار په په وړاندې د پرځېدلي جمهوریت یو شمېر پخوانیو چارواکو، سیاسیونو او فعالانو هم غبرګون ښودلی، دوی د لیلي دښتې پېښه جنایت بللی او د محاکمې غوښتنه یې کړې ده، ځینو بیا دوستم ته پیغورونه ورکړي او هغه یې یو تښتېدلی مارشال مخاطب کړی دی، یادو فعالانو همدا راز دوستم، قاتل نومولی دی. بل خوا بیا دوستم پلوه قومي تعصبګرو د هغه دا اخطار ستایلی، قومي رنګ یې ورکړی او په اړه یې بېلابیلې کرکجنې تبصرې کړې دي.

دوستم چې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د مارشالۍ خیالي لقب ورکړل شوی، په بېلابېلو وختونو کې په بېلابېلو څهرو را څرګند شوی دی. دوستم چې کله له مزدور کارۍ د سیاست میدان ته داخل شو، نو لومړی کمونيست شو، د روسانو ډول ته نڅېدی، کله چې په افغانستان کې شوروي اتحاد مات شو او د ډاکټر نجيب الله نظام نسکور شو، له شمالي ټلوالې سره ملګری شو او د حزب اسلامي په وړاندې ورسره جنګېدی. یاد وحشي صفته جنرال هم لومړی ډاکټر نجيب راپورته کړ او د جوزجان منشي يې انتخاب کړی و، وروسته بیا د نجیب د تېښتې پر مهال د هغه کورنۍ همدې جنرال له هوایي ډګره را وګرځول.

په ۱۳۸۰ل کال کې د ليلې دښتې ستر جنایت د همدې خونخوار جنرال په نوم ثبت دی، د دغه جنایت پر مهال یې شاوخوا درې زره تنه جنګي اسیران او څه عام پښتانه ونیول، بیا یې ژوندي په ځمکه کې ښخ کړل او په لوډرونو یې خاوري پرې واړولې. د داخلي جګړو او جمهوریت د شل کلنې دورې پر مهال نوموړي بې سواده جنرال نور ډیر وحشتونه هم ترسره کړي، هغه په زرګونو قتلونو، باج اخيستلو، غلاوو، چور، جنسي تیریو او نورو جنګي جرمونو کې شکېل و، په نشو او تماشو کې هم لویه مخینه لري، همدا راز یې ملیشې په قتل، غلا، چور، جنسي تیریو او ناوړه کړنو کې هم شهرت لري.

دوستم د لیلي دښتې جنایت د سي آی اې او هغه بهرنیو بادرانو د خوشحالولو لپاره ترسره کړ، چې نوموړي ورسره د شوروي بلاک له ماتې وروسته ټینګې اړیکې لرلې. نن چې پر هېواد د مؤمن او مجاهد ولس د قربانیو په بدل کې د دوی په خوښه نظام حاکم شوی، دوستم یې په وړاندې موضع ګیري کوي، په داسې حال کې چې دا مهال د ټولنیزو رسنیو له څو کرایي فعالانو پرته، د ولس په منځ کې هیڅ راز نفوذ نه لري، د شمال او جنوب ولسونه ترې بېزار دي او نوموړي ته د جنایت کار په سترګه ګوري؛ دوستم ته بویه چې نور د افغان ولس له احساساتو سره لوبې ونکړي، پر زخمونو یې مالګه ورته ونه شیندي او په بهر کې د یو عادي وګړي په څېر ژوند وکړي؛ نه ۱۳۸۰یم کلونه دي، نه ولس هماغه ویده ولس دی، نه د دوستم باداران د هغه ملاتړ ته ولاړ دي او نه هم له دوستم سره لښکرې شته.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version