د متحده عربي امارات بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د سیمې روانو ترینګلو حالاتو له امله یې ایران، لبنان او عراق ته د خپلو وګړو پر تګ بندیز لګولی دی.
دغه وزارت په يوه اعلاميه کې هلته له مېشتو اماراتي وګړو هم د سمدستي ستنېدو غوښتنه کړې ده.
ياده دې وي، چې عرب امارات د ايران او امريکا ترمنځ جګړه کې د ايران له لوري مستقيم هدف وګرځېده.
