د هرات د والي وياند محمد يوسف سعدي وايي چې پرون ناوخته د هرات_کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۹ کسان مړه شوي دي.

ښاغلی سعدي زياتوي چې دا پېښه د هرات_کندهار پر لویه لاره د ۵۸۰ او پاسو موټر د ټکر په پایله کې شوې ده.

تر دې وړاندې د بغلان ولایت مسوولینو هم د یاد ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د لسو کسانو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړی و.

د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي و، چې دا پېښه د یوې سراچې د چپه‌کېدو له امله شوې ده.

د مسوولینو په خبره په پېښه کې یو ماشوم او ښځه مړه شوي او د دریو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون اته کسان ټپيان شوي دي.

د ویلو ده چې په تېرو څو کلونو کې په نږدې ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version