د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وایي، چې د تورخم بندر مسوولینو له پاکستان څخه افغانستان ته د ۱۵ ټنه بې‌کیفیته لیمو د واردېدو مخنیوی کړی دی.

یاد ریاست ویلي، چې دغه ۱۵ ټنه بې کیفیته لیمو چې په کانکر ناروغي اخته او د استفادې وړ نه وه، د نباتي قرنطین مدیریت مسوولینو له لوري د دقیقې معاینې وروسته بېرته پاکستان ته ورګرځولي دي.

ياده دې وي، چې تر دې وړاندې هم لسګونه ځلې په بېلابېلو بندرونو کې له پاکستان څخه راتلونکي زرګونه ټنه خراب توکي بېرته دغه هېواد ته ګرځول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version