د «CNN» انګلېسي رسنۍ د راپور له مخې، د روسيې حکومت له دغه هېواد څخه د سوریې د پرځېدلي رژیم د مشر بشار الاسد وتل ممنوع اعلان کړي، پر هر ډول سیاسي فعالیتونو یې ورته بندیز لګولی او په دغه هېواد کې یې شتمني ورته کنګل کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د سوریې د پخواني رژیم مشر بشار الاسد د تحریر الشام له خوا د سوریې د نیول کېدو په ورځ لومړی په سوریه کې روسي ځواکونو ته پناه وړې وه او بیا روسیې ته تښتېدلی وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version