په افغانستان کې پرځېدلی جمهوریت يو امريکايي فلم و چې غوښتل یې د امرالله صالح او نورو ورته اداکارانو د تمثیل په واسطه د افغان ولس ذهنونه تسخیر او دوی د فلم اصلي ممثلين ونوموي.
دا هغه تورې څهرې دي چې د غرب له پالیسۍ او ستراتېژۍ پرته یې د افغانستان د خپلواک تصمیم واک او اراده نه لرله. دا خبره یوازې تشه ادعا نه ده، بلکې د ملي ګټو پر وړاندې د دوی پروني او ننني دریځونه څرګند ثبوتونه دي.
په افغانستان کې د سرپرست حکومت له حاکميت څخه را وروسته، له څلورو کلونو راهیسې روان پرمختګونه چې د افغان ولس ځان بسياينه پکې نغښتې ده، اوږد مهاله اقتصادي، سیاسي او امنيتي ګټې لري او د سرپرست حکومت لپاره هم ستراتیژيک ارزښت لري، په ډېر ښه شکل سره یې کارونه مخ پر وړاندې روان دي.
کله هم چې د سرپرست حکومت اړوند ادارې له ګاونډيو هېوادونو سره د کاسا زر، ټاپي، ټرانس افغان اوسپنې پټلۍ او نورو لویو پروژو لپاره تخنيکي ناستې ترسره کوي او يا یې هم عملي کارونه پيلوي، نو امرالله صالح او نورو منفورو څهرو ته د يادو پروژو پلي کول يو خوب او خيال ښکاري او په خپلو تبصرو کې د همدې لويو او بنسټيزو پروژو اړوند منفي تبليغات کوي، چې له جملې څخه یې د ټاپي پروژې اړوند هم د افغان ولس په ذهنونو کې شکونه را ولاړ کړي.
ټاپي (TAPI) د څلورو هېوادونو (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، هندوستان) ترمنځ د طبیعي ګازو د نللیکې یوه ستره او د اقتصاد لپاره يو تاريخي او سیمهییزه پروژه ده. دا نللیکه د ترکمنستان د ګالکینیش لوی ګازفیلډ څخه پيلیږي او د افغانستان له لارې پاکستان ته او بیا هندوستان ته غځېږي؛ ياده پروژه په افغانستان کې له څو کلونو ځنډ وروسته د سرپرست حکومت د هڅو په پايله کې بېرته فعاله او عملي پړاو ته داخله شوې ده.
د يادې پروژې ټول اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره ده او په کلني ډول شاوخوا ۳۳ ميليارده مکعب متره ګازو د انتقال ظرفیت لري او ۸۱۶ کيلو متره نل ليکه د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار له ولايتونو څخه تېرېږي، چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.
د افغانستان لپاره د ټاپي پروژې ګټې په لاندې ډول دي:
۱. افغانستان به د ټاپي پروژې د ګازو د ترانزیټ فیس له لارې هر کال ۴۰۰ میلیونه ډالر عواید ترلاسه کوي.
۲. د افغانستان په داخل کې به د ټاپي پروژې په واسطه زرګونه افغانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.
۳. د ټاپي پروژې په واسطه به اقتصادي اتصال رامنځ ته او افغانستان به د سیمې له نورو هېوادونو سره ونښلوي او د اقتصادي دهلیز حیثیت به ورکړي.
۴. د افغانستان په داخل کې به د ټاپي نللیکې ترڅنګ د سړکونو، فایبر نوري لین، برېښنا او نورو اسانتیاوو جوړېدو ته زمینه برابره شي.
۵. د دغسې لویو پروژو تطبیق د هېواد امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات ته اوږدمهاله زمینه برابروي.
۶. د دغې پروژې په وسیله افغانستان د سیمې له هېوادونو سره متقابل وابسته کېږي، چې دا د سیاسي انزوا مخنیوی کوي.
د معدن او پټرولیم وزارت د ویاند په وينا، د يادې پروژې ۸ کیلومتره نللکه په ځمکه کې نصب شوې او له ۱۷٫۴ کیلومتره د مسیر سروې هم بشپړه شوې، همدا راز ۱۰٫۲ کیلومتره پایپونه ساحې ته انتقال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوریت پر مهال، سره له دې چې نړۍوال مشروعیت، مرستې او د نړۍوالې ټولنې ملاتړ ورسره و، د ټاپي او ورته نورو مهمو پروژو عملي پرمختګ و نه شو. د دې اساسي دلیل د جمهوري ادارې فاسد، بې واکه او په غرب پورې تړلی سیسټم و. جمهوریت یواځې د قدرت د وېش، فساد او څو محدودو افرادو د شخصي ګټو د خوندي کولو صحنه وه، نه د افغانستان د ملي پروژو او اقتصادي ودې وسیله.
امرالله صالح چې ځان د امنیت، استخباراتو او سیاست متخصص ګڼي، هېڅکله یې د هېواد د ستراتیژیکو او اقتصادي ګټو لپاره واضحه او مثبته طرحه نه ده وړاندې کړې. برعکس، کله چې ټاپي پروژه بیا پیل شوه او سرپرست حکومت یې ملاتړ وکړ، نوموړي پر ټولنیزو شبکو داسې څرګندونې وکړې چې ګواکې دا پروژه د پاکستان په ګټه ده او افغانستان ته کومه اقتصادي ګټه نه لري.
کله چې امرالله صالح د ټاپي، ټرانس افغان او نورو پروژو پر وړاندې منفي تبلیغات کوي، دا ښکاره کوي چې نوموړي ته نه د افغانستان اقتصاد ارزښت لري، نه سیمهییز اتصال او نه هم د افغان ولس هوساینه، بلکې یواځې هغه غربي پروژه ورته مهمه ده چې د دوی د قدرت استمرار پکې خوندي وي.
د پرځېدلي جمهوريت چارواکو هېڅکله د ملي ګټو پر محور تصمیم نه شوای نیولی، ځکه چې هغوی د غربي اشغالګرو د ارادو تطبیقوونکي و، نه د افغانستان د ملت. د امرالله صالح ادعاوې نه یوازې چې منطقي نه دي، بلکې پردیو اجنډاوو ته د نوموړي ژمنتیا څرګندوي. افغانستان به د ټاپي او ورته نورو پروژو له لارې د اقتصادي اتصال او پرمختګ نوې دروازې پرانیزي، خو دا هغه څه دي چې صالح او ملګرو ته یې د زغم وړ نه دي او له ملي ګټو سره د دوی، د دښمنۍ بل څرک څرګندوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.