له شک پرته مشروعیت هغه وخت ترلاسه کېږي کله چې یو تحریک یا ډلې په تېر کې د خپلې واکمنۍ پر مهال، د ولس رښتینی ملاتړ کړی وي، د سختو شېبو پر مهال ورسره ولاړ وي او د دوی په حق کې د ترسره کېدونکو ظلمونو په وړاندې یې مبارزه او دفاع کړې وي.
مشروعیت تنها دا نه دی چې په هر قیمت په واک کې پاتې شي او یا د هېواد د ځوانانو وینې بې ځایه په هر ډګر کې تویې شي. مشروعیت د ملي شتمنیو لوټ، د طبیعي زیرمو چور، د اقتصاد بې ثباته کول او د هېواد مالي نظام تخریبولو ته نه ویل کېږي.
د پخواني حکومت د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي: «د طالبانو سیاسي مخالفین او د افغانستان پخواني سیاستوال خپلې ټولې برنامې او امکانات له بهرنیو هېوادونو ترلاسه کوي.»
نو آیا د سیاسي شطرنج په داسې دانو باور کېدای شي چې د پردیو په تمویل او هدایت حرکت کوي؟ آیا مناسبه ده چې د هېواد راتلونکی هغو کسانو ته وسپارل شي، چې له هماغه پیله د دښمنانو د لاس د الې په توګه پېژندل شوي؟
ځکه خو باید دا حقیقت ومنل شي چې د پخواني حکومت چارواکي او له دوی سره تړلې سیاسي ډلې، له ولسي ملاتړ پرته، هېڅ مشروعیت نه لري. هغوی باید دا خیال له ذهنه وباسي چې د ولس پر ځای دوی پریکړې کولای شي، یا د خلکو پر برخلیک معامله او له هر چا سره سازش ته رسېدای شي.
یو له هغه مهمو مسایلو چې د دې ډلو له پرځېدلو وروسته مطرح شوې، د دوی ترمنځ ژور اختلافات او یو ګډ توافق ته په رسېدلو کې ناکامي ده. د شخصي ګټو تضاد او ټکر د مخالفو ډلو ترمنځ د اجماع په مخ کې تر ټولو لوی خنډ دی.
فضل فضلي زیاتوي: «هغه سیاسي مخالفین، چې په انقره، ویانا او هسپانیا کې یې غونډې جوړې کړې، تورن شوي چې غواړي افغانستان یو ځل بیا د جګړې ډګر کړي او یوه نوې جګړه رواړي.»
افغانستان چې لا هم د همدې جنایتکارانو له خیانتونو رغېدلی نه دی، یو ځل بیا د دوی دسیسو له امله د بلې جګړې له ګواښ سره مخ شوی، خو دا جګړه نه عملي ده او نه یې عملي بڼه امکان لري؛ ځکه نننی افغانستان له امنیت او ثبات برخمن دی، امنیتي ځواکونه منظم شوي او اوسني شرایط داسې نه دي چې د جګړې اور ته بیا زمینه برابره شي.
په هر حال، هغه کسان چې لا هم جګړه او وینه تویونه یوازینی حل بولي، دوی څنګه دا تمه درلودلی شي چې په هېواد کې به یې څوک خبره واوري؟ دا ناشوني ده چې داسې ذهنیت له داسې کسانو سره پیدا شي چې دې خاورې او ملت ته وفادار وي.
دا تښتېدلي او فراریان چی همدا خام فکرونه لري او خپل شوم نیتونه پالي، حاضر دي چې هر ارزښت د خپلو شخصي ګټو لپاره قرباني کړي.
په همدې وجه، دا خاینان د افغانستان د خلکو په زړونو کې هېڅ ځای نه لري. د دوی تېښتې د دوی اصلي څهره بربنډه کړه او دا یې ښکاره کړه چې څنګه چمتو دي د خپلو شخصي ګټو لپاره افغانستان د خپل شخصي ملکیت په توګه وګڼي، د بربادۍ لپاره یې توطئې جوړې او د دسیسو لپاره غونډې او جلسې وکړي.
خو دوی دا حقیقت هېر کړی چې د افغانستان خلک اوس بیدار شوي او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې دا خاینان بیا واک ته ورسي او د هېواد د بربادۍ لپاره خپل شوم پلانونه عملي کړي.
هغه ډلې چې آن په خپلو ناستو کې نه شي کولای یو واحد توافق ته ورسېږي او د خپل منځي اختلافاتو له امله په لړزه دي، دوی څنګه دا تمه درولودلی شي چې یو ځل بیا به افغانستان تر خپل کنټرول لاندې راولي او اداره به یې کړي؟
دې شکونو، بدګومانیو، ټکرونو او اختلافاتو د مشروعیت دروازې ورباندې تړلې او دې هېواد نور د دوی لپاره هېڅ ځای ندی پرې ایښی.
که یو څوک د هېواد د پرمختګ، آبادۍ او د ولس د خدمت لپاره کار وکړي، نو ملت به یې خامخا ملاتړ وکړي، تر شا به یې ودرېږي او د هغه د قوت لپاره به هره قرباني ورکړي. خو دا مفاهیم د تښتېدلو مخالفینو او د هېواد د خاینانو لپاره د درک وړ نه دي، ځکه دوی تل د ولس له ملاتړ پرته واکمن پاتې شوي، د زور له لارې یې قدرت ساتلی او همېشه یې د ولس حقونه تر پښو لاندې کړي.
فضل فضلي د مرکې په یوه بله برخه کې د افغانستان د اوسني حکومت د نه رسمیت پېژندلو مسئله مطرح کړې او ویلي یې دي: «طالبان د دوحې د تړون له مخې واک ته ورسېدل، خو له نږدې څلورو کلونو وروسته لا هم هېڅ هېواد هغوی په رسمیت نه دي پېژندلي او رسمي تعامل ورسره نه لري.»
خو په دې کې شک نشته چې د افغانستان اوسني حکومت د نړۍوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې نه دي درولي. په دې پروسه کې ځنډ، د ناکامۍ یا کمزورتیا نښه نه ده. په تېر تاریخ کې هم ډیر داسې حکومتونه شته چې کلونه یې وخت نیولی تر څو په رسمیت وپېژندل شي، خو په پای کې یې خپل دریځ او ځان ثابت کړی.
سربېره پر دې، د رسمیت نه پېژندل کېدب، د افغانستان پر اقتصاد ډېر منفي اغېز نه دی کړی؛ د دې برعکس، د بیا رغونې، پرمختګ او د ملي اقتصاد د ودې لړۍ لا هم دوام لري او د هېواد حالت ورځ تر بلې د ښه کېدو په لوري روان دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.