د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې ترکمنستان روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د افغانستان تولید ۱۵۰زره ټنه ګول سیخ پېري.
د یاد وزارت ویاند اخندزاده جواد رسنیو ته ویلي چې، افغانستان د ګول سیخ د تولید په برخه کې ځانبسیاینې ته رسېدلی دی او شاوخوا هېوادونو ته صادرات هم لري.
ښاغلي جواد زياته کړې اوس مهال په هیواد کې د اوسپنې ویلې کولو څه باندې ۴۰ کارخونې فعالیت لري او په دغو کارخونو کې په مستقیمه توګه له درې تر څلور زرو تنو په کار بوخت دي.
د سوداګرۍ وزارت په خبره افغانستان اوس مهال د سیمې له هېوادونو سره د راکړې ورکړې په حال کې دی، او په همدې لړ کې تېر کال پاکستان ته ۶۰ زره ټنه ګول سیخ او په روان کال کې ترکمنستان ته د ۱۵۰ زره ټنه د صادراتو تړون لاسلیک شوی دی.