عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې څه باندې ۶۵ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ دغه ځمکې په کندوز، جوزجان، تخار، غزني، غور، پکتیا، خوست، زابل، میدان وردګ، بامیان او پنجشیر ولایتونو کې تثبیت او مستردې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، تر ټولو زیاته را ګرځول شوې ځمکه په غزني کې وه چې څه باندې ۱۳ زره جریبه وه.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د تېرې میاشتې په اوږدو کې څه باندې ۱۴۶ زره جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې تثبیت کړې او څه باندې ۴۶۳ زره جریبه نوره ځمکه هم په ۲۹ ولایتونو کې تر ارزونې لاندې نیولې ده.