Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»له وژل کېدو يوه اوونۍ وړاندې د حسيب قوای مرکز او احمد مسعود ترمنځ جدي اختلافات رامنځته شوي و
    افغانستان

    له وژل کېدو يوه اوونۍ وړاندې د حسيب قوای مرکز او احمد مسعود ترمنځ جدي اختلافات رامنځته شوي و

    عمران آغاعمران آغا28 اگست 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هندوکش غږ ته رسېدلي معلومات ښيي، چې د حسيب قوای مرکز د وژل کېدو د پېښې په اړه د تش په نوم مقاومت جبهې ترمنځ راپورته شوي اختلافات دوام لري او تازه دا موضوع د دې جبهې د ايران په دفتر کې هم مطرح شوې ده او ويل کېږي چې حسيب له وژل کېدو شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې له احمد مسعود سره اختلاف او لفظي شخړه ترسره کړې وه.

    د ايران د مشهد ښار په یوه غونډه کې، چې د حسیب قوای مرکز د فاتحې مراسمو د تنظیم په موخه جوړه شوې وه، د هغه د وروستیو فعالیتونو، د جبهې له رهبرۍ سره د اختلافاتو او د نوموړي د وژل کېدو د پېښې د څرنګوالي په اړه خبرې شوې دي.

    د غونډې د حاضرینو د روایت له مخې، د حسیب له وژل کېدو وړاندې د جبهې دننه د نوموړي او د رهبرۍ ترمنځ اختلافات موجود وو او هغه د جبهې د مدیریت، نظامي چارو او په تېره د احمد مسعود د رهبرۍ په اړه جدي نیوکې لرلې.

    د غونډې په جريان کې د جبهې يوه قوماندان «منیب امیري» ويلي چې د حسیب له وژل کېدو شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې نوموړي د احمد مسعود پر کړنو سختې نیوکې کړې وې او د رهبرۍ پر څرنګوالي یې اعتراض کړی و.

    په غونډه کې ویل شوي چې د حسیب له وژل کېدو وروسته د پېښې د څرنګوالي او د هغې د مخکینیو شرایطو په اړه بېلابېل روایتونه مطرح شوي، چې له امله یې د هغه یو شمېر ملګري او نږدې کسان د پېښې د روښانه وضاحت غوښتونکي دي.

    ګډونوالو ټینګار کړی چې د قوماندان حسیب د وروستیو فعالیتونو، داخلي اختلافاتو او د هغه د وژل کېدو د پېښې په اړه باید روښانه او قانع کوونکی وضاحت وړاندې شي.

    مخکینۍ مقالهد جمهوريت پر مهال د بلخ والي او اوس مهال د مقاومت جبهې کليدي‌ مشر، عطاء محمد نور: زه په جنګسالارۍ نه شرمېږم، بلکې په دې نوم وياړم
    راتلونکي مقاله ايران کې د حسيب قوای مرکز د فاتحې مراسمو د تنظيم په اړه د مقاومت جبهې د غړو ترمنځ شخړه رامنځته شوې

    مربوطه لیکنې

    هند د ملګرو ملتونو غونډې ته ويلي چې پاکستان د افغانستان د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي

    17 سپتمبر 2026

    مولوي محمد يعقوب مجاهد او ابراهيم کالن‌ د امنيتي او دفاعي اړیکو پر اهميت خبرې کړي

    16 سپتمبر 2026

    خليفه سراج الدين حقاني د ترکیې د استخباراتو له رئيس سره کتلي

    16 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 17 سپتمبر 2026

    سعودي عربستان يو پاکستانی وګړی اعدام کړی

    د سعودي کورنیو چارو وزارت ويلي، چې د دې هېواد سترې محکمې د “سلیمان امجد…

    د ايران بهرنيو چارو وزير له چينايي چارواکو سره مشورې بريالۍ بللي

    17 سپتمبر 2026

    د امریکا د استازو جرګې يو وکیل د اسرائیلو لپاره د ۲.۸ میلیارده ډالرو د بمونو د خرڅلاو مخه ونیوله

    17 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    سعودي عربستان يو پاکستانی وګړی اعدام کړی

    17 سپتمبر 2026

    د ايران بهرنيو چارو وزير له چينايي چارواکو سره مشورې بريالۍ بللي

    17 سپتمبر 2026

    د امریکا د استازو جرګې يو وکیل د اسرائیلو لپاره د ۲.۸ میلیارده ډالرو د بمونو د خرڅلاو مخه ونیوله

    17 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،257 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.