څو ورځې وړاندې د فرانسې په شمال کې د ریمز ښار یو سرک د احمدشاه مسعود په نوم ونومول شو؛ مسعود هغه څهره چې په پوره معنی یو جاسوس ګڼل کېږي. که څه هم نوموړی په ۲۰۰۱م کال کې وژل شوی، خو د فرانسې حکومت تر اوسه پورې کله، کله په بېلابېلو پلمو د دې بدنامې څهرې د درناوي لپاره اقدامات کوي او هڅه کوي چې یاد او خاطرې یې ژوندۍ وساتي.

تر دې وړاندې د پاریس ښاروال هم د پاریس په شانزلیزه باغ کې یوه ساحه د احمدشاه مسعود په نوم نومولې وه.

په دې کې شک نشته چې افغانستان همېشه په خپل تاریخ کې ډیر اتلان او نومیالي روزلي دي، خو دا چې ولې د فرانسې حکومت د احمدشاه مسعود په څېر یو څوک چې په هیواد کې د ننه جنجالي او تر انتقاد لاندې څهره بلل کیږي، «ملي اتل» ګڼي؛ باید ووایو چې د شوروي د اشغال پر مهال او تر هغې وروسته د افغانستان په چارو کې د مسعود هغه خدمتونه چې د فرانسې په ګټه یې کړي، له پامه نشو غورځولی. ددې چوپړ یو له مهمو بېلګو څخه د هیواد د طبیعي زیرمو په ځانګړي ډول د پنجشیر د زمردو په ترلاسه کولو کې، له فرانسې سره د مسعود مرسته ده چې له پام نشي غورځول کېدلی.

دا چې له احمدشاه مسعود او له زوی څخه یې د فرانسې دا دوامداره ملاتړ یو ډول انساني همدردي ده او که د سرپرست حکومت پر ضد یو سیاسي پیغام؟ د فرانسې تاریخي ظلمونه او جنایتونه نه یواځې مسلمانانو ته، بلکې ټول بشریت ته معلوم دي؛ یواځې د دې هیواد استعماري تاریخ ته یوه لنډه کتنه، دا حقیقت ډیر ښه روښانه کوي.

دا څرنګه شونې ده چې فرانسه له احمدشاه مسعود سره د انساني همدردۍ دعوه وکړي؟ په داسې حال کې چې فرانسې یواځې د الجزایر د اشغال پر مهال له ۱۸۳۰ څخه تر ۱۹۶۲ زیږدیز کال پورې تر یو نیم میلیون ډیر مسلمانان شهیدان کړي دي!

نو په ډاډ سره ویلای شو چې د فرانسې دا ډول کړنې زړه سوی او ترحم ندی، بلکې په دې کې د سرپرست حکومت په وړاندې ځانګړي سیاسي اهداف او پیغامونه نغښتي دي. له دې دریځونو څرګندیږي چې په افغانستان کې د مسعود د کورنۍ د نفوذ په پای ته رسېدو، د فرانسې نامشروع ګټې هم له ګواښ سره مخ شوي.

باید وویل شي چې د سرپرست حکومت د مخالفینو دا بهرني سفرونه او نمایشي لیدنې د افغانستان د ولس لپاره هېڅ راز ګټه نه لري او یواځې د دوی د شخصي ګټو او جعلي جبهو د خونديتوب په موخه ترسره کېږي؛ لکه څرنګه چې د جمهوریت په تېره شل کلنه دوره کې په ښکاره توګه ولیدل شول، هغه څهرې چې ځانونه یې د ولس استازي بلل، هېڅکله یې هم په رښتینې توګه د خلکو خدمت نه کاوه او همېشه یې خپلو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکړی و.

خو اصلي پوښتنه دا ده چې دا بهرني تبلیغات او ملاتړ احمد مسعود او د مقاومت جبهې لپاره څه ګټه لري؟ او آیا دا ډول ملاتړ یې سیاسي بقاء تضمینولی شي؟ ځواب دا دی چې که څه هم دا تبلیغات کېدای شي په لنډ مهال کې ګټور وي، خو په تېر وخت او واکمنۍ کې د دې تورو څهرو ناروا کړنې او خیانتونه، په اوږد مهال کې د دې تبلیغاتو اغېز له منځه وړي او ټولې هڅې به یې بې پایلې کړي.

په پای کې باید ووایو چې نن ورځ د فرانسې لخوا د احمد مسعود او ورته څهرو ښکاره ملاتړ د هغو استعماري او نفوذ غوښتونکو سیاستونو دوام دی چې کلونه وړاندې د احمدشاه مسعود په څېر کسانو له لوري په افغانستان کې تعقیب شوي. خو تجربو ثابته کړې چې دا په دروغو د اتلان جوړول او بهرني تبلیغات هېڅکله د ویښ او بیداره مسلمان افغان ملت په منځ کې رښتینی ځای نه شي پیدا کولی، که ژر وي که وروسته، له مخونو به یې دا د فریب او دوکې نقاب لیرې شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version