لیڪوال: اېمل پښتون

په اسرایلو کې داخلي شخړه مخ په زیاتېدو ده. د اسراییلو د دفاع پخوانی وزیر موشي یالون: د ګانتز او ایزنکوټ په وتلو سره خیالي، فاسد حکومت خپل مشروعیت له لاسه ورکړ.

هغه حکومت چې زموږ په تاریخ کې تر ټولو بده امنیتي ناکامي په غاړه لري، د جګړې د پای ته رسولو او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه کومه اراده نه لري.
حکومت نه شي کولای، چې د جګړې د پای ته رسولو او د یرغمل شویو خوشې کولو پرېکړه وکړي. موږ به سړکونو ته راووځو، ترڅو زر تر زره ټاکنې ترسره شي، ترڅو هېواد له بربادۍ وژغورو.

دغه څلورو استعفا ورکړه او د عنڪبوت جال مات شو:
1- بیني ګانټز، د امنیت شورا غړی.
2- ایزنکوټ، د امنیت شورا غړی.
3- برید جنرال ایوی روزنفیلډ، د غزې د فرقې قوماندان.
4- وزیر هیلي ټراپر د دولتي کمپ ګوند څخه.

ګانټز، ایزنکوټ او د غزې د فرقې قومندان استعفاء څه معنی لري؟ د تېري په ۲۴۷مه ورځ د جګړې په شورا کې د پوځي څانګې استازو استعفا وکړه، د اهدافو په ترلاسه کولو کې د پاتې راتلو اعتراف یې وکړ، او دا چې د نتانیاهو ژمنې تشې دي، او هدف یې په واک کې پاتې کېدل دي، او هغه د بریا توان نه لري، لکه څنګه چې هغه ژمنه کړې وه.
د هغه معنی دا ده، چې پوځ د نتانیاهو او د هغه د ښي اړخو ملاتړو په وړاندې د داخلي کودتا مشري کوي، او نور چمتو نه دي، چې پرته له کوم پلان، بې هدفه وژنې او تېښتې څخه جګړې ته دوام ورکړي، چې اسراییل په داخلي بحران او نړیوال بحران کې واچوي.

د نیتانیاهو حکومت د سقوط په حال کې دی، د حکومت د نسکورولو لپاره د پراخو مظاهرو پیل په ډیر شهرت او پیاوړي حرکت سره پرمخ روان دی.

په رسمي ډول، ګانټز د جګړې له شورا څخه خپله استعفا اعلان کړه او د وختي ټاکنو غوښتنه یې وکړه. د دې اعلان سره ګینټز به د لیبرمین ، سار او لاپید له درېیو سره یوځای شي، چې د حکومت او نتانیاهو پروړاندې د مشهور غورځنګ مشري وکړي.

د ګانټز ګوند د اسراییلو په وروستیو ټولپوښتنو کې د ادارې دننه ترټولو مشهور دی.
څه موده وړاندې د اسرائیلو د ترهه ګرو پوځ د غزې د فرقې قوماندان بریګیډیر جنرال ایوی روزنفیلډ له خپلې دندې د استعفا اعلان وکړ او ویې ویل: «هر څوک باید مسوولیت په غاړه واخلي، د اکټوبر په اوومه د غزې د احاطې د ساتنې لپاره په خپل ماموریت کې ناکام شوم. “

د اسرائیلو کښتۍ نور د ډوبېدو په حال کې ده، دغه استعفاوې له ډوبېدو څخه د ځان ژغورنې په پار ترسره شوې، د نتنیاهو ناکام ماموریت نور خپل فوځ نشي اېلولی، هلته داسې شواهد شته چې نتنیاهو د فوځ له کمبود سره مخ دی، دغه عملیاتو ته د بندیانو د ازادولو نوم ورکول یو جعل و، دغه فرعون د ورانولو او وژلو پروژه پر مخ وړي.

په فلسطین کې د صهیونیسټي دولت پوځي سقوط به د لویدیځ د تسلط د لوی زوال سبب شي، دا هېڅ پټه نه ده، چې د لویدیځ حکومتونه هڅه کوي چې اقصی د “انتهايي حق” په نصبولو سره ځانونه وساتي.

موږ به د آزادۍ د جګړې شاهدان یوو، چې په فلسطین کې پیل او د لویدیځ د تسلط په بشپړ سقوط سره به پای ته ورسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version