د احصايې او معلوماتو ملي اداره په يوه خبرپاڼه کې وايي دوی د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۳ زره او ۴۳۷ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

خبرپاڼه زياتوي چې ثبت شوي ارقام ښیي چې د روان کال په زمري میاشت کې د ۲۹ ښځینه‌وو په ګډون ۱۹۴۹ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۸ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۴۸۸ نور له هېواده وتلي دي.

همدارنګه خبرپاڼه کې راغلي، ثبت شوي ارقام ښیي چې ۱۸۹۳ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۵۶ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي دي، چې له دې ډلې یې ۲۰۶ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د احصايې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، ترټولو زیات بهرني وګړي د نیمروز ولایت، تورخم او حیرتان بندرونو او د بلخ نړۍوال هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي او وتلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version