د سرپرست حکومت مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دولتي معاشاتو د نورم د تغیر په تړاو خپاره شوي لیستونه او اوازې په بشپړه توګه ناسمې او دروغ وبللې.
یاد وزارت همدا راز ډاډ ورکړی چې، د دولتي ادارو معاشات به په دې اوونۍ کې د پخوا په څېر په عادي ډول اجراء شي.
ياده دې وي چې، له تېرې ورځې راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې د دولتي ادارو د کارکوونکو د معاشاتو په مقدار کې د کمي او زياتي ځينې اوازې لاس په لاس کېدې.