حماس غورځنګ په غزه د صهيونيستي رژيم له بمبارد او وحشت وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د اسرائیل صدراعظم نتنیاهو اوربند نقض کړی او په غزه کې اسرائیلي بندیان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

حماس د اسرائیلي یرغل د پایلو مسؤولیت د نتنیاهو پر حکومت اچولی او ویلي یې دي، چې دا بریدونه د فلسطیني ولس پر ضد وحشیانه جګړه او د فشار یوه برخه ده.

دغه غورځنګ همداراز له ټولو عربي او اسلامي هېوادونو، ملګرو ملتونو او امنیت شورا غوښتي، چې د اسرائیلي یرغل بندولو لپاره بېړني اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلي ځواکونو نن سهار غزه بمبارد کړې، چې په ترڅ کې یې تر دې مهاله له ۳۰۰ ډېر فلسطینیان یې شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version