د مالیې وزارت وايي، د روان ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې د گمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ سلگونه کارکوونکو ته روزنه ورکړې ده، چې ورسره د کارکوونکو په کارونو کې چټکوالی راغلی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د گمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ په روان کال کې د مالیې وزارت په گډون د پلټنې عالي ادارې او د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست د کارکوونکو، مالیاتي محاسبینو او ملي سوداگرو ته په اړوند برخو کې روزنیز پروگرامونه وړاندې کړي او د دوی د وړتیا لوړولو لپاره یې له مسلکي روزونکو څخه گټه اخیستې ده.:«دغه روزنیز پروگرامونه د گمرکونو نړیوال سازمان (WCO) او سوداگرۍ نړیوال سازمان(WTO) د معیارونو مطابق او د گمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د نوې ټکنالوژۍ او د ځینو هېوادونو د بریالیو تجربو په رڼا کې پلې شوي دي او همدا رنگه یې د گمرکونو کارکوونکو ته د کورنیو زده کړو سربېره له هېواده بهر هم د زده کړو زمینه برابره کړې ده.»

د خبرپاڼې له مخې، یادې اکاډمۍ په روان کال کې د مالیې وزارت د مرکزي او ولایتي ادارو کارکوونکو ته د شته امکاناتو، تجربه لرونکو روزونکو او پرمختللو وسایلو په مټ په نړیوالو معیارونو برابر د ۲۳ روزنیز پروگرامونو په لړ کې ۹۶۵ تنو کارکوونکو ته اړوند برخو کې مسلکي روزنه ورکړې ده.:«یادې اکاډمۍ د خپل تدریسي پلان د عملي کولو تر څنگ، په همدې کال کې د عوایدو لوی ریاست، د بشري سرچینو ریاست، د امارتي شرکتونو، د ساتنې او ځانگړو عملیاتو تنفیذي قطعې او د پلټنې له عالي ادارې سره د (۱۶) روزنیزو پروگرامونو په وړاندې کولو کې مرسته کړې، چي (۷۳۸) کارکوونکو ته یې پکې په بېلابېلو برخو کې په معیاري ډول روزنه ورکړې او هم یې د یادو ادارو (۵۱۵) تنو ته د ازادو سیالیو له لارې د ازموینو اخیستلو زمینه برابره کړې ده.»

که څه هم د مالیې وزارت د لنډمهال لپاره د مسلکي خلکو د روزنې خبره کوي؛ خو اوسمهال د هېواد په گڼو ادارو کې د مسلکي خلکو کمی محسوسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version