د ننګر هار ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند حافظ مولوي عبدالبصیر زابلی وایي؛ د یاد ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ امنیتي منسوبینو ته د سیمې خلکو خبر ورکړی و، چې د همدې ولسوالۍ اړوند سیمه کې یو میرمن وژل شوې ده، خو امنیتي ځواکونو ته د څيړنې وروسته څرګنده شوه چې دا میرمن چا قصدي نه ده وژلې بلکې ځان وژنه يې کړې ده.

زابلی وايي چې د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د دغې میرمنې پلار او ورونه چې له پېښې خبر شوي، نو خپله اینګور يې چې د لور بدل وانه وه، د چاقوانو په وهلو سره وژلې ده او خپله له کور څخه تښتېدلي دي.

زابلی زیاتوي چې د یادې حوزې امر له نورو امنیتي منسوبینو سره پروخت د پېښې ځای ته ځان رسولی و، د وژل شوې میرمن خسر او لیور يې د شپې ناوخته د سیند غاړه کې نیولي دي، چې اوس مهال په یاده اداره کې تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.

د نوموړي په وینا، د لا زیاتو څېړنو په موخه به د ننګرهار امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ته ولېږدول شي او له دې وروسته به رسماً عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version