لیکوال: اېمل پښتون

له نن څخه څلور کاله وړاندې په ۱۳۹۸ ھ ل کال د حوت په لسمه له امريکايانو سره د اشغال د خاتمې او تړون لاسليک وشو.نن ورځ دوحه کې د امريکا له متحده ايالتونو سره د افغانستان اسلامي امارت د تاريخي تړون د لاسلیک له څلورمې کلیزې سره برابره ده.

څلور کاله وړاندې د کب میاشتې په لسمه د افغانستان اسلامی امارت او د امريکا د متحده ایالاتونو تر منځ له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو اشغالګرو ځواکونو د وتلو تړون د قطر هېواد په پلازمينه دوحه کې، د نږدې ۶۰ هېوادونو او سازمانونو د استازو پر وړاندې لاسلیک شو. زموږ مؤمن او مجاهد ولس د لوی الله جل جلاله په نصرت سره د بهرنیو اشغالګرو پر وړاندې مقدس جهاد ته تر هغه دوام ورکړ، ترڅو خپله جهادي مبارزه د بريا په مسير برابره کړي.

د الله تعالى خاص نصرت د مجاهدينو او مظلوم ولس سرښندنې او د کب لسمه د افغان مجاهد او مظلوم ملت لپاره د سترې فتحې او آزادي ګټلو پيلامه شوه او افغانستان له شل کلن اشغال او جګړې څخه خلاص شو.د دوحې تر تړون كابو يو نيم کال وروسته افغانستان د اسلامي امارت تر بشپر کنټرول لاندې راغی، د امريکا او ناټو لخوا تربيه شوي خيالي سرتېري په دومره بېره تسلیمېدل، چې وروسته نړیوال او خپله اسلامي امارت دې فاتحانه مبارزې ته حيران وو.

خو دا د رب العلمين نصرت و، چې هیواد کې د وينو تويېدنې مخه ونيول شوه، د عاليقدر امير المؤمنين د حكم له مخې ټولو افغان سرتېرو او تېرې ادارې کار کوونکو ته عفوه وشوه، په هیواد کې د مبینې فتحې خوشحالي له برداشت څخه وتلې وه، زرګونو کورنيو د خپلو بندي او نادركه شویو غړیو د راتګ لارې څارلې، په هر کور کې د خوښۍ خبرونه بدرګه کېدل، هو هغه شېبې ډېرې په زړه پورې وې، ځکه اسلامي امارت په فاتحانه انداز له صليبي لښكرو جګړه وګټله او د دوی لاسپوڅي او روزل شوي سرتېري يتيمان شول، چې له عفوې سره، سره یې د بادارانو غېږ ته پنا یوړه.

له فتحې وروسته يو شمېر غربي رسنيو د دوحې پر تړون رنگا رنگ تحلیلونه وکړل، سیګار د افغان سرتېرو په اړه وويل: د دوحې تړون و، چې طالبان یې پياوړي کړل او د افغان سرتېرو مورال یې کمزوری کړ. سپینه ماڼۍ بیا په دې باور ده، چې دوحې تړون د تېرې ادارې د را پرځېدو لامل شو.زلمی خلیلزاد بیا په دې اند دی، چې د دوحې تړون د افغانستان د جګړې پای ته رسېدو لامل شو.د دې ټولو نظرونو ور ها خوا موږ ته د دوحې تړون د يوې سپېڅلې آزادۍ د تر لاسه کولو ستر زېری و، چې لمانځنه يې پر موږ لازمه ده، د دوحې تړون د تاريخ په پاڼو کې د زرين باب حيثيت لري، چې افغانان به هېڅکله د دغه تړون لاسته رواړنې هېري نه کړي.

د دوحې تړون د تورې ورځې په سپینه ورځ د بدلېدو لامل شو، په افغانستان کې د ورځې په سلهاوو خلک وژل کېدل، هر شپه به د بشر د مدافعینو په لاس د روزل شوو له خوا وحشیانه چاپې وهل کېدې، عام کورونه بمبارېدل، خو بيا هم د اشغال د خاتمې تر ورځې پورې هېوادوال په اورونو کې کبابېدل.امریکایانو په سلګونه ځله تړون نقض کړ. د دوی په اړه همدا خبره کفایت کوي، چې کفارو لره هېڅ عهد نشته.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version