د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر په یوه غږیز کلېپ کې ویلي، چې د روان ۱۴۰۳ کال په وروستیو درېیو میاشتو کې، د دغه وزارت محتسبینو په کندهار ولایت کې د ۳۴ مېرمنو د اجباري نکاح مخه نیولې ده.

ښاغلي خیبر همداراز ویلي، چې په دغه موده کي ۴۳ مېرمنې د میراث له حقوقو برخمنې شوي او ۵۷ نورې مېرمنې د خپلو حقونو د بیا تر لاسه کولو له پاره اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته د مرستې په موخه ور پېژندل شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version