د سمنګان امنیې قومندانۍ جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یاد ولایت په مرکز ایبک ښار د لومړۍ ناحیې په اړوندو سیمو کې د حرفوي غلو یوه دولس کسیزه ډله نیولې ده.

کورنیو چارو وزارت وایي، د غلو په دې نیول شوې ډله کې دوه لویان او لس تنه ماشومان شامل دي.

د وزارت د خبر له‌مخې، د حرفوي غلو دې ډلې له کم عمره ماشومانو څخه په استفادې په بغلان، سمنګان او مزارشریف ښارونو کې د مبایلونو، نغدو پیسو او له کورونو د وسایلو غلاوې کولې.

خبر زیاتوي، نیول شوي کسان د پولیسو تر څېړنو لاندې دي، چې د دوسیو تر بشپړېدو او ترتیب وروسته به عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version