د فرانس پريس خبري اژانس په خبره تازه د فرانسې د ريل ګاډي پر شبکې د بريد له کبله هلته د ۲۰۲۴ المپيک سياليو پرانيسته چې ټاکل شوې وه نن وشي ځنډول شوې ده.

د دې برید له امله پاريس ته او له پاريسه تلونکي ريل ګاډي په ټپه ولاړ دي، چې له امله یې د نیږدې يو ميليون مسافرو تګ راتګ هم ځنډېدلی.

د فرانسې د ريل پټلۍ دارې د اورګاډي په دغه ګړندۍ کرښه بريد د سيستم د بدلولو هڅه بللې چې له امله یې د فرانسې ترانسپورټي سيسټم ګډوډ شوی.

نن په پاريس کې د ۲۰۲۴ کال الميپک سياليو پرانيسته کېده چې له تېرو څو اونيو راهيسې ورته سخت امنيتي تدابير نيول شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version