لکه څنګه چې د پرځیدلي جمهوريت ټول اساسات له‌ پيله د دروغو او معاملو څخه تراشل شوي وو، همداسي دې رژيم ته ور شريکې څهرې ټولې د بې کفايتۍ، معامله ګرۍ او خیانت په مرضونو کې سر تر نوکه ککړې وې، د هغوی سکوت، خوځښت، اعترافات او انتقادونه هر وخت او پر هره موقع یواځې د دوی د خپلو اهدافو لپاره وو/ دي.

د پرځیدلي جمهوريت چارواکي چې اوس د اعتراف تر نوم لاندې کومې څرګندونې کوي، هدف یې دا نه دی چې ملت ته رښتیا ووايي او يا حقيقي بښنه وغواړي، بلکې له همدې لارې غواړي له مسؤليته تېښته وکړي، ځان وژغوري او د تاریخ په مخ کې د برائت تمثیل وړاندې کړي، چې یو له همدې شخصیتونو څخه «رحمت الله نبیل» دی چې د پر ځیدلي جمهوریت پر مهال یو مهمه، خو متناقضه څهره وه.

رحمت الله نبیل په خپلو وروستیو څرګندونو کې د پرځیدلي جمهوريت د سقوط پر مهال د سیاسیونو پر خاموشۍ او اوس د زلمي خليلزاد او د هغه له مېرمنې سره پر مخالفتونو انتقاد کړی او دا يې د پخوانيو سیاسیونو او لوړ پوړو چارواکو د وجدانونو تر وخت تېره بیداري بللې ده.

خو د نبیل د څرګندونو تر شا چې هدف ښکاري، هغه خلکو ته نه د حقايقو ويل بلل کېدای شي او نه هم د کوم بل درد دوا، بلکې تنها د خپل نوم ژغورنه ده، نبیل غواړي ځان د سقوط پر مهال د پلانونو د شریک پر ځای د پلانونو قرباني وښيي، چې دا یو پخوانی سیاسي تکتیک دی؛ کله چې قدرت نه وي نو اعترافات یواځې د تاریخ له قضاوت څخه د تېښتې هڅه ګڼل کېږي.

نبیل غوندي څوک چې د يوه نظام له ټولو ستراتیژیکو رازونو او معاملو خبر وي او د همدې نظام د چپه‌ کېدو د خطر پر مهال نه د يو مخکښ امنيتي مقام په توګه موقف ونيسي، نه مقاومت وکړي، بلکې سکوت اختيار کړي، دا چوپتیا بې له دې چې د قدرت د بقاء یوه معامله او اميد وبللی شي، بل په هيڅ ډول نه شي توجیه کېدلی؛ د نبيل د هغه وخت چوپ پاتې کیدل د منصب ساتلو لپاره و او نني اعترافات او خبرې کول يې د نوم ساتلو لپاره دي.

په ټوله کې د پرځیدلي جمهوريت چارواکي د دغه ډول اعترافاتو له لارې غواړي د «زه بې‌ګناه وم» کارت ولوبوي، مګر افغان ملت اصلاً له دې خلکو ستړی شوی، نه يې اعتراف چندان پرې ښه لګیږي او نه يې هم بيا د فرېبونو شوق لري.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version