د پخواني حکومت مشرانو، چې اوس په بهر کې د بېلابیلو مخالفو جبهو مشران دي، په هېواد کې شته قومونه، اقلیتونه او نور په خپل منځي شخړو او دښمنیو ککړ کړي وو؛ د پرځېدلي جمهوریت په تېره شل کلنه دوره کې د متعصبو چارواکو تجارت پر همدې روان و، چې د ولسونو ترمنځ اختلافات پیدا کړي او خپلې ناوړه ګټې پکې خوندي کړي.

د مخالفو جبهو مشران چې اوس مهال له هېواد بهر د خپلو بادارانو په غېږ کې شپې او ورځې سباکوي، هلته هم په ارام نه دي، بلکې له بېلابیلو شېوو څخه په استفاده په افغانستان کې د مېشتو ولسونو تر منځ د هر اړخیزو اختلافاتو رامنځته کولو ته لمن وهي او په هېواد کې د مېشتو پرګنو ترمنځ د نفرت او اختلاف تخم پاشي.

د پخواني حکومت چارواکو پرله پسې څو لسیزې د ولسونو په منځ کې د اختلافاتو د ټوکولو په توسط هڅه کول خپلو ناوړه موخو ته ځان ورسوي، دوی همېشه اوبه خړې کړي او ماهیان پکې نیسي؛ یو خوا ولس ته ځان سپین ښيي او بل خوا بیا د همدې ولس په منځ کې شته اختلافاتو ته هوا ورکوي.

د مخالفو جبهو مشران د خپلو ګټو لپاره د افغانانو ترمنځ شیطاني کړنې او اختلافات عاموي، ترڅو له دې لارې افغانستان د ګرم جنګ او د پردیو د لوبو ډګر وګرځوي، ځکه چې دوی د نورو له خوا رامنځ ته شوي او د پردیو ګټو د خوندیتوب لپاره ملاتړ ترې کېږي.

بغاوتګرو په پرځېدلي جمهوریت کې هم د افغانانو ترمنځ، د اختلاف او کینې ناوړه پدیده دود کړې وه، خو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ سره ټول ژبني، سمتي، توکمیز او نور تعصبات او دښمنۍ مخ پر کمېدو دي او جرړې یې ایستل کېږي.

مګر د بهر مېشتو جبهو مشران لا هم شپه او ورځ له هېواد بهر هڅه کوي، چې د ولسونو د اختلافاتو وچ شیریانونه یو ځل بیا را تازه کړي، له دې لارې افغانستان د بربادۍ لورې ته نږدې کړي او شخصي ګټې ترلاسه کړي.

افغان مؤمن او مجاهد ولس باید د شر او فساد د لارویانو د دسیسو قرباني نه شي؛ یووالی رامنځته کړي او هغه اختلافاتو ته شا کړي، چې د ولس د ټوټه کېدلو لامل ګرځي او مخالفین خپلو شومو موخو ته پکې رسېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version