د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته په سفر کې د دغه ولایت د سمنټو پروژې له روانو چارو لیدنه کړې.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي بدري د یادې مهمې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښوونه کړې چې د قرداد له ژمنو سره سم چارې پر مخ یوسي.
نوموړي ویلي، چې د دې پروژې بشپړېدل به د کورني تولید د پیاوړتیا، د وارداتو د کموالي او د سلګونو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شي.
د یادونې ده، چې د ا.ا له حاکمیت وروسته کانونو او پټرولیم وزارت د سمنټو په برخه کې د ځان بساینې په موخه د هرات په ګډون په قندهار، لوګر، پروان او جوزجان ولایتونو کې پنځه سترې پروژې لاسلیک کړي دي.
