د ټولگټو وزارت وايي، د هېواد ډېری لویې لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي او شته خنډونه یې لرې کړې دي.


له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د سالنگ لویه لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه ده او دا مهال مسافر وړونکي وسایط د دواړو لورو او بار وړونکي وسایط له سوېل څخه شمال لوري ته تگ کولی شي. دغه راز د ټولگټو وزارت د سالنگونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل لخوا د یادې لویې لارې په بېلا بېلو برخو کې د واورې پاکولو ترڅنگ مالگه او خاوره هم شیندل شوې ده.


د خبرپاڼې له مخې، د پروان – بامیان مسیر د غوربند اړوند څو ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي چې د یاد ولایت دټولگټو ریاست پرسونل په هڅو پاک شوي او د ترافیکو تگ راتگ په عادي ډول روان دی.


په خبرپاڼه کې ویل شوي، د نورستان ـ کونړ په لویه لارې د چتراس سیمه کې ستاپ، مندې سیمه او نورگرام ـ منډول په لاره د سنگ پل سیمه کې غر راښویېدلی و، چې اوس پاک شوی دی.


همدارنگه په کاپیسا کې د گلبهار ـ سروبي لاره چې درسوبي موادو له امله بنده شوې وه پاک کاري او تخریب شوې سیمې د یاد ولایت د ټولگټو ریاست د پرسونل او ماشینرۍ په واسطه پاکاري او ورغول شوې.: «د خاص روزگان – چنارتو سړک یوه برخه تخریب شوې او همدا راز د(خاص روزگان ) سړک پر مسیر د یو پل ځینې برخې ویجاړې شوې دي چې د بیا جوړولو هڅې یې روانې دي.»


دا په داسې حال کې ده، چې د هوا پېژندنې ادارې نن هم د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، چټک بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.


یادې ادارې ویلي، د ورښت کچه به له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version