ملي دفاع وزارت په هرات کې سلگونه تنه هغه هېوادوال ژغورلي، چې په سېلابونو کې بند پاتې وو.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۲۰۷ الفارق قول اردو د پينځمې سرحدي لوا د ژغورنې ډلې د ۴۰۰ تنه هېوادوالو ژوند وژغوره.: «په هرات کې د هرات_اسلام قلعه پر لويه لار د سختو سېلابونو له راوتلو له امله ۴۰۰ تنه هېوادوال بند پاتې وو، چې د ۲۰۷الفارق اردو دپينځمې لوا د ژغورنې ټیم پخپلو هڅو سره یاد هېوادوال وژغول. د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ټول مرستندويه ډلې د هر ډول پېښو په وړاندې پوره چمتووالی لري.»

یاد وزارت په یوې بلې خبرپاڼه کې ویل شوي، ۲۰۵ البدر قول اردو کې لسگونه عرادې بېلابېل ډول وسایط ترميم شوي دي.

:«د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د دوهمې پلې خيبر لوا کې د تخنیکي او مسلکي انجینرانو په‌مټ لسگونه عراده بېلابېل ډول وسایط ترمیم او گټې اخیستنې ته چمتو شول.

په ترمیم شوو وسایطو کې ۱۴ څوارلس ضربتي ټانگونه،۱۲ دولس هاموي ټانگونه او ۱۰ لس انټرنيشنل موټر شامل وو.»

د یادونې وړ ده، له تېرې شپې راهیسې د هېواد په گڼو ولایتونو ورښتونه ورېږي، چې په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو لامل شوي دي.

ملي دفاع وزارت له دې وړاندې هم د هېواد په گوټ ـ گوټ کې هغه کسان ژغورلي دي، چې په سېلابونو، واورو او نورو طبیعي پېښو کې بند پاتې وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version