د ننگرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ زیاته شوې، چې له امله یې تر دې مهاله ۱۹ تنو ماشومانو خپل ژوند بایللی دی.

د یاد ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وايي، د ننگرهار د عامې روغتیا ریاست هڅه کوي د شري ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅې کوي، څو د یادې ناروغۍ د لا ډېروالي مخه ونیول شي.

د رحیمي په خبره، د روغتیا ریاست په پام کې لري چې د شري ناروغۍ د مخنیوي لپاره کور په کور واکسین پیل کړي.: «موږ د شري او نورو ساري ناروغيو لپاره انتاني روغتون لرو، چې ټول امکانات لري، همدارنگه په ټولو کلينکونو کې اړين درمل او روټين واکسين چاره کېږي، چې پکې د شري واکسين هم شته ، په راتلونکې اوونۍ کې موږ د ننگرهار په يوولسو ولسوالیو کې روټين کمپاین پيلوو چې پکې د شري ناروغۍ واکسين هم شته دی.»

د ننگرهار د انتاني ناروغیو روغتون مختصص ډاکټر سید محمد محمدي وايي، له پرو سږکال راهیسې په دغه روغتون کې په شري ۹۶۰ ناروغان وروړل شوي دي.د محمدي په خبره، شري یوه وژونکې ناروغي ده او که یې مخه ونه‌نیول شي؛ نو د ګڼ شمېر ماشومانو ژوند له گواښ سره مخ کړي.:« يو کال کې مو ۹۶۰ کسان بستر کړي دي، چې په دې کې ۸۰۸ کسان ښه شوي دي، ۱۹ ماشومان وژل شوي او د ۱۶ کسانو وضعیت نازک دی.»

روغتيا پالان وايي، پر شري اخته ناروغان بايد گرم وساتل شي او همدارنگه ورته تاوده مايعات ورکړل شي، څو د ناروغۍ پر وړاندې يې د وجود مقاومت زيات شي.

شری څه ډول ناروغي ده؟داکټران وايي چې شرى يوه ساري او سخته ناروغي ده چې د يو ويروس له خوا رامنځته کېږي. د شري ناروغۍ لومړنى نښه له ډېرې مودې لپاره لوړه تبه ده، چې دا تبه څلور او يا اووه ورځې دوام مومي.

‏ له پوزې څخه د اوبو بهېدل، ټوخېدل، د سترگو سوروالى او اوبلن والى، د ‏غومبورو په منځ کې کوچني سپين بخارونه (گرمکې) کېدلى شي چې په لومړي پړاو کې وده وکړي.‏ تر څو ورځو وروسته گرمکې معمولاً په مخ او د غاړې پر سر څرگندېږي.‏

دا گرمکې د ٣ ورځو په ترڅ کې پراختيا مومي او په پايله کې لاسونو او پښو ته رسېږي.‏

دغه گرمکې ٥ يا ٦ ورځې دوام کوي او بيا له منځه ځي.‏ سخت شرى ډېر په هغو ماشومانو کې رامنځته کېږي چې سمو خواړو ته لاسرسى نه لري.‏

ځواب پریږدئ

Exit mobile version