د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اتونبایوا سره کتلي دي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو، بهر مېشتو افغانانو پر ستونزو، هېواد کې د راغلو پرمختګونو، د خصوصي سکتور پر ودې، د پانګونې پر جلب، د سرپرست حکومت او یوناما ترمنځ پر ګډ کار او یو شمېر اړونده موضوعاتو خبرې شوې دي.

ښاغلي متقي له یوناما غوښتي چې خپلو راپورونو کي پر واقعیتونو تمرکز وکړي تر څو په هیواد کې راغلي پرمختګونو او هر اړخیز ثبات له نړیوالو سره شریک شي.‏

بلخوا اوتونبایوا ویلي، چې ملګري ملتونه د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او په وینا یې، یوناما هڅه کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند اسانتیاوو سربېره په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو ‏په پار د پانګونې جلب ته زمینه برابره کړي.

نوموړې زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو په راتلونکو غونډو کې به له نړیوالو سره په افغانستان کي د راغلو‏ پرمختګونو او فرصتونو په تړاو معلومات شریکوي او د افغان حکومت پیغامونه به لیږدوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version