اسوشتيد پريس خبري اژانس وايي یونان کې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې اته تنه افغان کډوال ډوب او مړه شوي دي.

د ياد اژانس د خبر له مخې د یونان ساحلي ګارډ ویلي، چې مړه شوي کسان افغانان دي، او دغه بېړۍ د ساحلي ګارډ له ګزمو په تېښته وه، چې د يونان په «رودس» ټاپو کې ډوبه شوې ده.

همدا راز بلخوا بيا د یونان د ساحلي ګارډ په یو لړ عملیاتو کې ۱۲ نارینه‌، درې ښځې او درې ماشومان چې ټول افغانان دي او ټولټال شمېره یې ۱۸ ته رسېږي؛ ژغورل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version