د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر، په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر په حواله ویلي، چې د افغان کډوالو جبري ایستلو په هېواد کې دننه د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، ژاو شینګ د چین او افغانستان ترمنځ د تېرو څو لسیزو سیاسي او ډيپلوماټیکې اړیکې مهمې بللي او زیاته کړې یې ده، چې بیجنګ به د ‏افغانستان د اقتصادي ودې او پانګونې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

کابل کې د چین سفیر د خبرو پر دوام ویلي، چې د چین حکومت افغان کډوالو ته د ښارګوټو د آبادولو په برخه کې مرستې ته چمتو دی او پلان لري چې په افغانستان کې کډوالو ته یو شمېر کورونه ورغوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version