د صهیونیستي رژيم لومړی وزیر بنيامين نتنیاهو ویلي، ښايي په نږدې څو ورځو کې غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند لپاره هوکړې ته ورسېږي.
نوموړي له یوې امریکایي شبکې سره په خبرو کې ويلي، د یوې داسې هوکړې احتمال شته چې له مخې یې نیمايي ژوندي بندیان او نیمايي د وژل شويو کسانو جسدونه تبادله شي.
نوموړي زیاته کړې، چې له دې تبادلې وروسته به لا هم ۱۰ تنه ژوندي اسیران او شاوخوا ۱۲ جسدونه غزه کې پاتې وي.